په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري نن چهارشنبه د لیندۍ په ١٤مه وويل: دې رياست د زمردو له پلور څخه ٥٨٧ زره او ٥١٠ ډالره ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه: دغه عوايد د ٨٩ زره او ٧٩٧ قيراط زمرد د ٥ میلیون او ٥٨٧ زره او ١٠٣ ډالرو په ارزښت د کورنيو او بهرنيو تاجرانو د پلورلو په بدل کې د ١٠ فيصده امتياز څخه ترلاسه شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، زمرد په نړۍ کې یو له مشهورو قیمتي ډبرو څخه دی او دغه ډبره د خپل لوړ کیفیت، ښکلي زرغون رنګ، شفافیت او نادر کیفیت له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.
د پیغام پای/
Your Comment